افغانستان 11 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو ښځینه پولیسه “د بلوا ضد” ګمارلې ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د عامه امن ریاست په چوکاټ کې ۱۰۰ ښځې استخدام شوي او روزل کېږي. په تېر حکومت کې "د عامه امن او نظم پولیسو" په نوم یوې قطعې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه چې د مظاهرو د امنیت مسوولیت یې پر غاړه درلود.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په هغه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د عقرب په نهمه خپره شوه، د دې قطعې ښځینه افسرانې هیلمټ او ډالونه لري چې پولیس ځواکونه یې د مظاهرو پر مهال کاروي.

ښاغلي مجاهد تېره شپه (د عقرب په نهمه) په خپله ټویټر پاڼه کې د یو شمېر ښځینه پولیسو د فراغت ویډیو هم خپره کړې او لیکلي یې دي: “یو شمېر ښځینه پولیسې له مسلکي زده کړو او روزنې فارغې شوې.”

ښاغلي مجاهد د دغو ښځو کره شمېره نه ده معلومه کړي، خو په افغانستان کې د جمهوري ریاست له ړنګیدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې سرپرست حکومت د ښځینه پولیسو د فراغت اعلان کوي.

داسې ښکاري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې قطعې نوم “د عامه امن عمومي ریاست” ته اړولی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *