افغانستان 10 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د یوناما د سیاسي دفتر مشر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل او د زلزله ځپلو د کورونو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل او په ختيځو ولايتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو د پروژې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت تېره شپه (د عقرب ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مېرمن رزا اوتنبایوا د غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له امنیت څخه مننه وکړه او د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو د پروژې د پرمختګ په اړه یې معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له هڅو مننه وکړه چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د هېوادونو او مرستندویه بنسټونو د مرستو په همغږي کولو کې یې مرسته کړې ده.

ښاغلي حقاني مېرمن اوتنبایوا ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کاري خوندیتوب، امنیت او نورو اړینو همکاریو ډاډ ورکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *