افغانستان 09 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

حکمتیار د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نوی تړون اعلان کړ

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دواړو لورو د استخباراتي چارواکو په کچه خبرې روانې دي، چې له ځینې پرمختګونه شوي او په ځینو شیانو هوکړه شوې ده.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د جمعې له لمانځه مخکې په وینا کې وویل چې امریکا او د طالبانو حکومت د دوحې د هوکړې په څېر یوې هوکړې ته د رسېدو هڅې کوي.

په همدې حال کې حکمتیار د دوحې هوکړه ناکامه بولي او وايي چې دغه تړون د افغانستان د اوسني بد وضعیت لامل شوی.

د راپورونو له مخې امریکايي پلاوي د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په شتون سره د روان کال د میزان په میاشت په قطر کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ د طالبانو له حکومتي پلاوي سره وکتل.

د حکمتيار په وينا، په دې ناسته کې د دواړو لورو له هوکړې وروسته د افغانستان پر فضا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو الوتنې کمې شوې دي.

 

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *