افغانستان 08 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سیګار: طالبان دولتي ښوونځي په دیني مدرسو بدلوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له پرله پسې بندیزونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طالبان ورځ تر بلې عامه ښوونځي په دیني مدرسو بدلوي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ سیګار زیاته کړې، چې طالبانو د روان کال په جوزا کې په کونړ، خوست، پکتیا او کندهار ولایتونو کې یوه دارالمعلمین او درې منځني ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړل.

دغې ادارې همداراز اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا ادارې هغه پروژې او پروګرامونه بېرته پیل کړي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط وروسته بندې شوې وې.

سیګار په خپل راپور کې په افغانستان کې د رسنیو پراخ سانسور ته اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۱ سلنه رسنۍ تړل شوې وې او طالبانو اوس د رسنیو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې، چې له مخې یې هیڅ رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو له اجازې پرته خبرونه خپاره کړي.

څرنګه چې طالبان ادعا کوي چې د کورنیو عوایدو په زیاتولو سره د عامه خدمتونو سکټور ته مالي سرچینې برابروي؛ خو سیګار ټینګار کړی، چې د متخصصینو په تېښته او د حکومت د بودیجې کموالي د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *