افغانستان 08 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سږ کال به په ژمي کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ پلور کېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل  شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي.

د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به 400زره  ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای او هېوادوالو ته به ټن په 9000 افغانۍ ورکول کېږي.

یادې کمېټې ویلي چې په بازار کې د ډبرو سکرو د بیې او وېش چارو څارنه به کابل ښاروالي کوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د اوبلن ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *