افغانستان 08 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد وپېژندل شو

د یوې نوې سروې پایلې چې د چهار شنبې په ورځ د اکټوبر 26مه (د عقرب د میاشتې د څلورمې) په سهار خپرې شوې، ښيي چې افغانستان د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو او سیمو په منځ کې تر ټولو ناامنه هېواد دی او سینګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد دی.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ګلوپ څېړنیزې موسسې په تازه خپاره شوي راپور کې چې د “نړیوال قانون او نظم” تر سرلیک لاندې دی، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امنیت او د قانون د حاکمیت په اړه د خلکو نظرونه او د ژوندانه په برخو کې انعکاس کړی دی.

په دې سروې کې له خلکو پوښتل شوي چې ایا دوی په خپلو سیمه ییزو پولیسو باور لري او ایا د شپې په اوږدو کې د یوازیتوب پر مهال ځان خوندي احساسوي او که نه.

د دې سروې له مخې سینګاپور د ۹۶ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد دی. خو افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی.

په هرصورت، د افغانانو د امنیت احساس په 2019 کې د ترسره شوې سروې په پرتله یو څه ښه والی ښیي. ځکه دغه هیواد په هغه کال کې د امنیت او قانون د حاکمیت په برخه کې د معافیت احساس ۴۳ نمرې اخیستی او خلکو د ۲۰۲۱ کال په پرتله لږ د مصونیت احساس درلودل.

د دې سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې تر ټولو زیات هغه کسان چې د ناامنۍ احساس کوي نارینه دي. د هغو کسانو له جملې څخه چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۲ سلنه افغان نارینه وو چي ویلي کله د شپې په اوږدو کې یوازې ګرځيدل، د خوندیتوب احساس کول؛ دا شمیره د 2019 سروې په پرتله د امنیت په احساس کې دوه چنده زیاتوالی ښیې.

په دې سروې کې دولس سلنه افغان میرمنو هم ویلي چې د خوندیتوب احساس کوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې اته سلنه افغان میرمنو د خوندیتوب احساس درلود. د امنیت په برخه کې له ښه والي سره سره افغانان د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د امنیت په برخه کې تر ټولو ټیټ احساس لري.

د نړیوال قانون او نظم سروې په افغانستان او سینګاپور کې د کوویډ – 19 ناروغۍ د خپریدو له امله په 2020 کې ترسره نه شوه.

دا سروې داسې مهال ترسره شوې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا طالبان په افغانستان واکمن شول او له هغه هېواده د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شو. د دغه راپور له مخې، که څه هم افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې له کړکېچ سره مخ دی، خو د طالبانو د بغاوت پای په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شو.

د ګلوپ د سروې موندنې ښیي چې په ټولیزه توګه د نړۍ ۷۱ سلنه خلک – یعني د دوی له ۱۰ څخه اووه – پر خپلو محلي پولیسو باور لري.

په هرصورت، په 2021 کې د نړۍ 28٪ خلکو دا ډول خوندي توب احساس نه کړ. د دې سروې له مخې، د کوچنیو متشبثینو په ګډون میلیونونه خلک په خپلو سیمو کې د جرمونو او تاوتریخوالي د وېرې له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

ګلوپ دغه سروې په ۲۰۲۱ کال کې – د کرونا ویروس د خپرېدو په دوهم کال – د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو او سیمو کې ترسره کړې او په دې سروې کې ۱۲۷ زره لویانو برخه اخیستې وه.

د ګلوپ ریسرچ انسټیټیوټ، چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن ډي سي کې دی، په 1935 کې د جورج ګلوپ لخوا تاسیس شوی. دا شرکت د عامه نظر پوښتنو او سروې ګانو لپاره خورا مشهور دی چې دا د 1980 لسیزې راهیسې په ټوله نړۍ کې پیل شوی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *