افغانستان 04 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مجاهد: نن افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د نوي اساسي قانون د طرحې په اړه پرېکړه شوې ده.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د هیواد قوانین له پخوا څخه په میراث پاتې دي خو نن افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري.

خو يو شمېر حقوق پوهان وايي، چې د نوي اساسي قانون په جوړیدو سره به د ټولنې د سیاسي او ټولنیز وضعیت لید لوری مشخص شي.

د طالبانو ویاند له کلید راډیو سره په خبرو کې د نوي اساسي قانون د طرحې په اړه د طالبانو د مشرتابه له پرېکړې خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه: ډېر قوانین له پخوانیو رژیمونو څخه په میراث پاتې دي، خو یو متحد او له جګړې څخه پاک افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري.

د افغانستان وروستی اساسي قانون په 1382 کال کې د لویې جرګې له خوا تصویب شو چې د 1400 کال د اسد تر 24 پورې نافذ و او د جمهوري ریاست له سقوط وروسته وځنډول شو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *