د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ محمد بن عبدالرحمن وویل، د افغانستان د اوسني او راتلونکي نسل د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره باید له تبعیض پرته اقدامات وشي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټولو اتباعو تر منځ د سوله ییز ژوندانه ملاتړ کوي.
د قطر حکومت د افغان سولې د خبرو کوربه وو.
په قطر کې له امریکا سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته طالبانو له افغانستانه د وتلو موافقه وکړه.
د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ هم په دغه هېواد کې اوږدې خبرې وشوې، خو بالاخره طالبانو د سولې هوکړې ته له رسېدو مخکې افغانستان په پوځي ډول ونیوه.
اوس قطر د طالبانو او غربي هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.
د افغانستان لپاره د امریکا او برتانیې سفارتونه هم له دوحې څخه خپل کارونه پرمخ وړي.