د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت نوي رییس په رسمي توګه خپله دنده پیل کړې ده.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن شنبه (د میزان ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي ندا محمد ندیم نن رسماً د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.
د لوړو زده کړو وزارت نوی سرپرست معرفي شو.
د اعلامیې پر بنسټ، ښاغلی ندیم تېره اوونۍ د مولوي عبدالباقی حقاني پر ځای د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.
نوموړي تر دې وړاندې د کابل د والي په توګه دنده ترسره کوله.