افغانستان 02 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کابل لپاره نوی والي معرفي شو

ملا محمد عيسی ياسين، چې تازه د کابل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی، نن ديوې غونډې په ترڅ کې د کابل ولايت مقام مسوولينو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې : د پېژند غونډې په دې مراسمو کې د کابل د پخواني والي او د لوړو زده کړو د اوسني سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د چارو ادارې لوی رئيس نورالحق انور په ګډون یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو.
د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد نديم په دغه غونډه کې وویل، چې نوی والي په کار پوه او تجربه لرونکی شخص دی او د اسلامي امارت په تېره او اوسنۍ دوره کې يې پر مهمو پوستونو کې دندې ترسره کړې دي.
ندیم همدارنګه زیاته کړه چې ( په تېرو کلونو کې د کابل ولايت مقام په بشپړ ډول بې صلاحيته شوی وو او سمبوليکه بڼه يې درلوده، خو موږ د ولايت اړوند ټول صلاحيتونه بېرته د ولايت مقام ته را وګرځول).
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ نورالحق انور په دغه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشرتابه د ديانت، اخلاص، اطاعت او د مشرتابه او اولس د اعتماد اصل ته په کتو مسؤولين پر دندو ګوماري.
نوموړي همدارنګه وویل، چې دنده اخيستل امتياز نه بلکې دروند مسؤلیت په غاړه اخيستل دي.
په ورته وخت کې د کابل لپاره نوي ټاکل شوي والي ملا محمد عيسی یاسین اخوند د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده باندې يې باور کړی او ويې ویل، چې افغان اولس شل کاله د اسلامي امارت د مجاهدينو مرسته او خدمت کړی دی او اوس اسلامي امارت مسوليت دی، چې د خپل اولس ښه چوپړ وکړي او د امکان تر حده يې لاسنيوی وکړي.
یاسین همدارنګه وویل، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بريا ترلاسه کړه او اوس د نظام د پايښت او ښې حکومتولۍ کولو په يو ستره ازموينه کې قرار لري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د حمايوي لوا د قومندانۍ تر څنګ په مختلفو حکومتي بستونو کې دندې ترسره کړې دي ‌.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *