د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هرات ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: په دغه کتنه کې قومي مشرانود هرات ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال مقام ته وړاندې کړ ويې ویل، د اسلامي امارت نظام له واکمنېدو سره په دې ولایت کې نظم ښه شوی او خلک له امنیتي وضعیت څخه راضي دي.
ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو وضعیت، د هېواد په کچه د مجاهدینو استخدام او د بیت المال ضایع کېدو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له عالمانو او مشرانو سره په کتنې خوښي وښوده او د اشغال پای ته رسېدو او اسلامي نظام ټینګښت کې یې د دې لرغوني ولایت د خلکو او عالمانو قربانۍ وستایلې.
نوموړي د امنیت تامین او د خلکو روحي او ټولنیزه ارامي د اسلامي امارت مسوولینو اصلي مسوولیتونه وبلل او د بشپړ امنیت د ټینګښت له کبله يې خوښي څرګنده کړه.
هغه همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین به د اسلامي شریعت، د مجاهدینو ګومارنې او ستونزو ته د رسېدنې، د مجاهدینو د شهیدانو کورنیو وضعیت او د بیت المال ضایع کېدو د مخنیوي په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.