افغانستان 26 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په ترکیه کې د علماو اتحاد غونډه؛ د اسلامي امارت بریا د ټول اسلامي امت ویاړ دی

د اسلامي نړۍ علماوو په ترکيه کې د علماوو د اووم کنفرانس په وروستۍ وينا کې په افغانستان کې د اسلامي امارت بريا د ټول اسلامي امت وياړ وباله.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ نن دوشنبه د میزان 25مه د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په ترکیه کې د علماوو د غونډې وروستۍ اعلامیه په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې ده.

د دې اعلامیې ۱۲ او ۱۳ مادې د افغانستان په اړه دي چې په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د اسلامي امارت بریا د اسلامي نړۍ ویاړ بولي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ له څو کلونو راهیسې د خلکو د جګړې په پایله کې امریکايي اشغال پای ته ورسید او اسلامي دولت بیا تاسیس شو چي د ټول اسلامي امت لپاره د وياړ سرچينه ده.”

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې پر بنسټ علماء باید له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړخه د اسلامي هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د اسلامي هېوادونو له خوا د امارت په رسمیت پېژندلو کې مهم رول ولوبوي».

د اسلامي هېوادونو علماوو په دغه کنفرانس کې وويل، چې د افغانستان له فتحې وروسته په هغو اقتصادي شرایطو کې چې د کفارو او استعمارګرو د بندیزونو له امله پر دغه هیواد مسلط شوي دي، علماء به هم تر هغه وخته پورې وظیفې ولري چې زموږ افغان وروڼه اقتصادي بسیاینې ته ورسیږي. علماء باید د مسلمانانو د لارښوونې لپاره مهمې دندې په غاړه واخلي.

باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم برخه اخیستې او خبرې یې کړې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *