افغانستان 26 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اتمر: طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي/بین الافغاني خبرې باید وشي

په دې کتنه کې حنیف اتمر د سولې او عدالت ملي غورځنګ د شتون په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له مشروع نظام پرته سوله ناشونې ده.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو د ناقانونه ادارې پر ځای باید بین الافغاني خبرې وشي، څو د خلکو د خوښې او د نوي سیاسي او نظامي تړون پر بنسټ نوي نظام رامنځته شي.

هغه چې د افغانستان په تېر حکومت کې یې په بېلابېلو پوستونو لکه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی، وايي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت نه درلودل د ټولو اوسنیو بحرانونو سرچینه ده.

ښاغلي اتمر وویل، هغه کړکېچونه چې اوسمهال زموږ هېواد اغېزمن کوي، له ملي او نړیوالې همکارۍ پرته د حل لاره نشته. خو د دغه ډول ملي او بین المللي همکاریو په لاره کې اساسي خنډ د موجوده حکومت مشروعیت نه درلودل ده او تر هغه چې دا ستونزه همداسې روانه وي، د بحرانونو حل ممکن نه دی.»

د سولې او عدالت ملي غورځنګ وايي، سلګونه سیاسي شخصیتونه یې سره راټول کړي دي. په غونډه کې د دغه حرکت د شتون په اعلانولو سره وویل شول چې د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره به ډېر ژر سیاسي خبرې پیل شي.

حنیف اتمر وايي، په لومړي ګام کې باید په افغانستان کې مشروع نظام جوړ شي. “ناجائز نظام او ادارې باید په داسې مشروع نظام او ادارې بدلې شي چې مشروعیت یې یوازې د خلکو په رایو او د افغانستان د ټولو خلکو په اراده ترلاسه شي.”

د سولې او عدالت ملي غورځنګ ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

دغه سياستوال نړيوالې ټولنې ته خبردارى ورکړ، چې که دا کار ونه شي، د افغانستان د کړکېچ به نه يوازې د دغه هېواد پر خلکو، بلکې ټولې نړۍ اغېزمنې کړي.

نوموړي د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې بې غوري ته په اشارې سره وويل: “بهرنيان کولاى شي د يوې ټاکلې مودې لپاره له دغه مسووليت څخه سرغړاوى وکړي او د وړو موخو په تر لاسه کولو سره خپل لويو موخو قرباني کړي، خو موږ له خپل مسووليت څخه سر نه شو اخيستى.”

نوموړي امریکا او طالبانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ښاغلي اتمر خواشیني څرګنده کړه چې د دوحې په تړون کې له څلورو مهمو مادو څخه؛ د افغانستان د ترهګرو په مرکز نه بدلېدل، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د سیاسي اجماع لپاره هوکړه، یوازې یوه خبره عملي شوه: د بهرنیو ځواکونو وتل.

حنیف اتمر طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دایمي سوله غواړې، خپلې ژمنې پوره کړه. بین الافغاني خبرې وکړئ، ترڅو یوې هراړخیزې موافقې ته ورسیږو.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *