افغانستان 25 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مجاهد: د سیمې او نړۍ د هېوادونو په وړاندې د طالبانو تګلاره بې پرې او متوازنه ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د طالبانو حکومت به په سیمه او نړۍ کې «بې طرفه او متوازن» پالیسي تعقیب کړي، هغه د «بهرنیو لاسوهنو» د مخنیوي لپاره د دې تګلارې عملي کول مهم وبلل.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د طلوع نیوز له قوله ویلي دي چې مجاهد د سیمه ایز اتصال په اړه په یوه کنفرانس کښې وویل: “د بې طرفۍ دغه پالیسي باید دوامداره وي، دغه پالیسي باید وساتل شي او ملاتړ یې وشي. که خدای مه کړه دا پالیسي خپل توازن له لاسه ورکړي، بهرنیان به د مداخلې لپاره لاره ومومي او زموږ په لاس کې شته فرصتونه به له لاسه ورکړل شي.”

په تیرو دوو لسیزو کې په پرله پسې ډول د بهرنیو، افغان او حتی پاکستاني چارواکو له خوا طالبان په پاکستان پورې د تړاو په تور تورن شوي دي.

په دې وروستیو کې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په فارن افیئرز مجله کې په یوه مقاله کې لیکلي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د حضور د مخنیوي لپاره له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه وویل چې د تېر کال په اګست مياشت کې د طالبانو د واک ته د رسېدو وروسته، د طالبانو کارکردګي د هغه څه برعکس ثابته شوه چې په پاکستان کې کېده او اوس پاکستان نه يوازې خوندي نه دی، بلکې لا نور هم ناامنه شوی دی.

حقاني په دې مقاله کې دا هم ویلي چې پاکستان باید د طالبانو پر وړاندې پر خپل چلند له سره غور وکړي، ځکه چې دغه هېواد له طالبانو څه تمه چي لرله برعکس شول.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *