افغانستان 24 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملا یعقوب: د نظام دښمنان غواړي د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د پنجشېر ولایت له نویو استخدام شویو سرتېرو سره په کتنه کې وویل چې د نظام دښمنان غواړي د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی له منځه یوسي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت تیره شپه (د میزان 22مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: د ملي دفاع وزارت سرپرست پرون د پنجشیر ولایت د محاربوي ګډې روزنیزې قوماندانۍ په مقر کې له نویو ګمارل شویو عسکرو سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست له سرتېرو سره په دې کتنه کې وویل: اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی، د نظام دښمنان غواړي زموږ د مقام او قوم په نوم زموږ یووالی ګډوډ کړي.

د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، ستاسو د ځوانانو د قوي ارادې او اسلامي انګېزې پر وړاندې به د خلکو دښمنان هیڅکله بریالي نه شي.

اعلامیه زیاته کړې: “د ملي دفاع سرپرست وزیر د محاربوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د تعلیمي بهیر د ارزونې پرمهال د سرتېرو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.”

اعلامیې زیاته کړې چې د محاربوي د ګډې روزنې په قوماندانۍ کې د اسلامي پوځ د منسوبینو لپاره په عملي او نظري بڼه د پوځي او مسلکي زده کړو بهیر روان دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *