د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې نافذ شوي غیر شرعي قوانین او لوایح به له منځه یوسي او په افغانستان کې به یو خالص اسلامي حکومت جوړ کړي
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو مشر ته منسوب په یوه غږیز ټیپ کې چې د پنجشنبې په ورځ د میزان په ۲۱ مه په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، په افغانستان کې د یوه خالص اسلامي حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.
ملا هبت الله اخندزاده وويل چې د وزارتونو ټول قوانين او لوایح يې غوښتي او له علماوو سره يې شريک کړي دي.
د طالبانو مشر ویلي دي چې د یو خالص اسلامي نظام د تحقق په لاره کې به هر ډول فشار ته غاړه کیږدي.
ملا هبت الله له نړۍ سره د تعامل خبره وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې دا تعامل به د شریعت خلاف نه وی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو مشر دغه څرګندونې په کوم ځاي کي کړې دي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د ډلې د مشر دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې د دغې ډلې يوه پلاوي د قطر په دوحه کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې يا CIA له مرستيال سره وکتل.