افغانستان 18 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د هاګ محکمې مخې ته د افغانانو احتجاج: د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ/ هزاره کېدل جرم نه دی

د هزاره ګانو د "نسل وژنې" د مخنیوي لپاره د لاریونونو وروسته، افغان اتباع په هالنډ کې د جرمونو نړیوالې محکمې (هاګ) مخې ته راټول شوي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، دوی د “د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ” او “هزاره کېدل جرم نه دی” شعارونه ورکول او د کاج پر ښوونځي د وروستي برید په ګډون یې د هزاره ګانو پر وړاندې د بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.

لاریون کوونکو د کاج ښوونځي د قربانیانو په یاد کې شمعې بللې. په دغه برید کې شاوخوا ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شول.

د کاج پر ښوونځي برید په نړیواله کچه د اعتراضونو لامل شو.

د هاګ د محکمې مخې ته يو لاريون کوونکي وويل، څه باندې سل کاله کېږي چې افغان هزاره ګان د قومي هويت له امله قرباني کیږي.

هغه وايي چې افغان هزاره ګان په جوماتونو، کورسونو، ښوونځيو او د لوبو په ميدانونو کې وژل کېږي. د دغه مظاهره کوونکي په وینا، د قربانیانو جرم «هزاره کیدل» دی.

لاریون کوونکي له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه کوي چې د هزاره ګانو “نسل وژنه” په رسمیت وپېژني او هغه ودروي.

د شنبې په ورځ (د میزان 16مه) چې د اکتوبر له اتمې نیټې سره برابره ده، د نړۍ په لسګونو هیوادونو او ښارونو کې د هغه څه پر ضد چې د هزاره ګانو د نسل وژنې په نوم یادیږي، مظاهرې وشوې. دغه لاريونونه په ځينو هېوادونو کې دوام لري.

“د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ” د دغو لاریونونو اصلي شعار .

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *