افغانستان 18 میزان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر: د امریکا په ګډون له نړۍ سره تفاهم روان دی

د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان د ټرانسپورټ له پخواني سرپرست حسن مبارک عزیزي سره په کتنه کې ویلي چې د امریکا په ګډون له نړۍ سره تفاهم لري.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي چارو وزارت سیاسي مرستیال عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ترانسپورت له سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي سره چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په بلنه هېواد ته راغلی و، وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د وروستیو پرمختګونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، موږ له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل او اړیکې لرو او د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره هم تفاهم روان دی، چې تمه ده ښې پایلې ولري.

خبرپاڼه زیاتوی: عزیزی په هېواد کې د امنیت د تامین او د ساختمانی کارونو ستاینه وکړه او هېواد ته یې د خپل راتګ څخه خوښی څرګنده کړه او خپلې مشورې او وړاندیزونه یې شریک کړل.

هغه وویل، یو شمېر متعصبې رسنۍ د افغانستان وضعیت کړکېچن ګڼي، خو دلته وضعیت ښه دی.

ښاغلي عزیز زیاته کړه: “ا.ا. کافي فرصتونه لري چې باید په یوه ځواک بدل شي. سیمه ییزه همغږي، د نجونو زده کړه، له نړۍ سره تفاهم او تعامل ته اړتیا ده.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *