افغانستان 23 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې دریمه غونډه ترسره شوه

په کندهار کې ځايي سرچينې په راتلونکو ورځو کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې د درېيمې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبري آژانس د خبر له مخې، په کندهار کې ځايي سرچینې نن سه شنبه د سنبلې ۲۲ مه ویلي، چې د طالبانو سرپرست وزیران د کابینې په غونډه کې د ګډون په موخه کندهار ته تللي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې درېيمه غونډه په منډيګک ماڼۍ کې کېږي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په پام کې ده چې د طالبانو په دې غونډه کې د دغې ډلې د نړيوال مشروعيت، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې، اقتصادي وضعيت او امنيت په اړه خبرې وشي.

د يادونې وړ ده، چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې په دويمه غونډه کې ښځينه زده کوونکو ته د شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړل شوي وه. خو دا پرېکړه ډېر ژر لغوه شوه او د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *