افغانستان 23 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملګري ملتونه (یوناما): طالبان باید د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو ځورول ودروي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د طالبانو له خوا د دوی د ښځینه کارکوونکو ځورول "په هر ډول" ښکاره دي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه دفتر د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ٢١مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې درې ښځې چې د ملګرو ملتونو لپاره کار کوي، د طالبانو د امنيتي مسوولينو له خوا په موقت ډول د پوښتنو ګروېږنو په موخه نيول شوې دي.

یوناما د دغو کارکوونکو د پوښتنو ګروېږنو او د توقیف د ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کیږي چې دوی په کندهار کې د «بد حجاب» په تور نیول شوي دي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر له طالبانو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د خوځښت د ازادۍ په ګډون د دغه سازمان او د دې ادارې د ټولو کارکوونکو د امتیازاتو او معافیتونو د درناوي په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

په ورته وخت کې دغه دفتر له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د مصونیت او امنیت لپاره د نړیوالو قوانینو له مخې “اظهاري تضمینونه” عملي کړي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *