د چک ولسمشر د امریکا د دفاع وزیر ته ویلي دي چې له افغانستانه د ناټو وتل یوه « ترخه تېروتنه» وه.
د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، د چک ولسمشر میلوش زمان دا خبره د یکشنبې په ورځ په پراګ کې د فریکوینس ۱ راډیو ته وکړه چي په پراګ کې د پنټاګون له مشر لوېډ آسټن سره د خبرو پر مهال هغه له افغانستانه د ناټو وتل یوه “ترهونکې تېروتنه” وبلله چې په نتیجه کې یې په دغه هېواد کې زرګونه ډیموکراټان یوازې پاتې شول.