افغانستان 21 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پکتيا د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د احمد مسعود ملاتړ؛ زده کړه او ازادي ستاسو حق دی، زه د یو ورور په څېر ستاسو تر څنګ ولاړ یم

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د پکتيا د نجونو زده کوونکو خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړي دغو زده کوونکو ته په خطاب کې وويل، چې زده کړه، کار او ازادي د دوى حق دى او په دې مبارزه کې د ورور په څېر د دوى تر څنګ ولاړ دى. په پکتيا کې د نجونو زده کوونکو پرون د ښوونځيو د تړل کېدو پر ضد لاريون وکړ.

memaarpress.com

د یاد خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته تېره اوونۍ د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د نجونو څلور لېسې او د دغه ولایت په سمکني ولسوالۍ کې د نجونو یوه لېسه بېرته پرانیستل شوه.

وروسته له هغه چې د يادو ښوونځيو د پرانيستلو خبر خپور شو، د طالبانو وياند وويل چې د پېښې په اړه پلټنې کوي او له هغه وروسته طالبانو ياد ښوونځي بېرته وتړل.

د ښوونځیو یو ځل بیا تړل د پکتیا د زده کوونکو د اعتراض لامل شوی. دوی تېره ورځ د پکتيا د پوهنې رياست مخې ته راټول شوي وو او د پوهنې د حق او د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره يې شعارونه ورکول.

د پکتيا د نجونو زده کوونکو له لاريون وروسته، سرچينې خبر ورکړ، چې طالبانو يو شمېر لاريون کوونکي نجونې او د نجونو د لېسو يو شمېر مديران نيولي او د ګردېز ښار د پوهنې رييس يې کندهار ته احضار کړی دی.

د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وايي، د نجونو زده کړه د هېواد پر راتلونکي باور کول دي.

هغه د پکتيا د نجونو د زده کوونکو د لاريون د ويډيو په خپرولو سره هغوى مخاطب کړل او ويې ويل: “پوهنه، کار او ازادي ستاسو حقونه دي. زه د یو ورور په توګه په دې جګړه کې ستاسو تر څنګ ولاړ یم او له شک پرته بریا زموږ ده.»

مسعود زیاتوي: “هیڅوک نه شي کولی دا حق له تاسو څخه واخلي.”

یو کال کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې دي. دې ډلې د خلکو، سیاستوالو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو هیلې له پامه غورځولې او د نجونو د ښوونځیو په تړلو ټینګار کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *