افغانستان 19 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یونیسف: په افغانستان کې درې میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په افغانستان کې په ټولیز ډول درې میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوې دي.

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

تېره اوونۍ په پکتيا ولايت کې د نجونو يو شمېر ښوونځي بېرته پرانيستل شول، خو طالبان وايي، نه پوهېږي چې د چا په امر دغه ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره یو کمیسیون هم ټاکل شوی و، خو تر اوسه یې د کار نتیجه نه ده خپره شوې.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته لا هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *