افغانستان 17 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د چین سفیر: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې، په کابل کې د چین سفیر وايي چي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ (د سنبلې ۱۶مه) په يوه ټویټ کې له خپل روسي سیال سره په خبرو کې په کابل کې د روسیې پر سفارت برید غندلی دی.

د چین سفیر زیاته کړه: “زه هغه ترهګریز برید په کلکه غندم چې په پایله کې یې د سفارت کارکوونکي او ملکي افغانان شهیدان شول.”

له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت هم پرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي چي هیله لري چې په افغانستان کې اړوندې خواوې د بهرنیو ډیپلوماتیکو ماموریتونو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

داعش په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی چې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *