افغانستان 17 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملګري ملتونه: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مشرې ویلي دي چې دغه هېواد د ښځو په تېره بیا د امیندوارو ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری اژانس د رپوټ له مخې د ملګرو ملتو د نفوسو د صندوق (UNFPA) مشر الکساندر بودیروز له دویچه ویله سره په مرکه کښې وویل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان روغتیایی نظام له ماتې سره مخ شو او د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون د ښه دماغونو په الوتنې سره، په دې هیواد کې د روغتیایی خدماتو عرضه له ننګونو سره مخ شوې.

ښاغلي بودیروزا زیاته کړه چې په تیرو شلو کلونو کې افغانستان د زیږون پرمهال د میندو د مړینې په کمولو کې د پام وړ پرمختګ کړی وه. مګر اوس د دې ټولو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو خطر شتون لري.

د هغه په ​​وينا، په تېرو دوو لسيزو کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې د ميندو د مړينې کچه له ١٤٥٠ څخه ٦٣٨ ته راټيټه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مشر ویلي دي چې د دغه سازمان د اټکل له مخې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې به ۵۱ زره ښځې د اقتصادي بحران او د روغتیايي سیستم د سقوط له امله د زیږون پر مهال مړه شي او ۴،۸ د امیندوارۍ پېښې به رامنځ ته شي.

افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه مري، د ماشوم زیږون د مړینې معنی لري او ۸۰ سلنه ښځې کار او عاید نه لري.

نوموړي دغه راز افغانستان د ښځو او په ځانګړې توګه د ميندوارو ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد وباله او ويې ويل چې دغه هېواد په دوو خطرناکو لارو روان دى.

الکساندر بودیروزا وویل، ښځې او نجونې د خپلو حقونو له کمزورتیا سره مخ دي.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولې دي.

اوس مهال د اکثرو دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې په کورونو کې پاتې کیږي او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې هم له ښوونځي بې برخې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *