افغانستان 17 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د پوهنې وزیر: له موږ سره د نړیوالې ټولنې د تعامل نشتوالی په هېواد کې اقتصادي ننګونې زیاتوي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني د کابل پوهنتون په غونډه کې وويل چې له کابل سره د نړيوالې ټولنې د ښه تعامل نشتوالى او طبيعي پېښو په هېواد کې اقتصادي ننګونې زياتې کړې دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په کابل پوهنتون کې د اوسني وضعیت څیړنه (فرصتونه او ننګونې) تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل: «یوه ستونزه چې له نړۍ سره لرو، د مثبت تعامل نشتوالی دی، چی زموږ سره مثبت تعامل نه کوي. او د رسمیت پېژندلو لپاره نه راځی. دا یوه بنسټیزه ستونزه ده.»

عبدالباقي حقاني ټینګار کوي چې نړۍ باید د طالبانو له رژیمه ونه ویریږي. نوموړی خبرداری ورکوي، چې د دغه نظام له منځه تلل به په هېواد کې د بلې جګړې د پیلېدو لامل شي.

حقاني زیاته کړه: «دا ملت چې څومره لګښت پرې کوي دوی به ځان اسلامي نظام ته ورسوي. که څوک دننه دا فکر کوي چې له اسلامي نظام څخه به جلا نظام راشي او خلک به یې ومني، دا زموږ د څلویښت کلنې تجربې څخه لرې خبره ده.»

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له یو کال څخه زیات وخت تیریږي خو هیڅ هیواد لا هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی منلی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *