افغانستان 17 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس: لوبه ګټل او بايلل لري

د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس د کرکټ بورډ له رئیس سره په ويديويي کنفرانس کې وویل: په سیالیو کې بریا او ماتې وي او زموږ د کرکټ اتلان باید په راتلونکې کې د بریاو د ترلاسه کولو لپاره سخت کار، صبر او قوي اراده ولري.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفترلوى رييس ډاکټر ملا عبدالواسيع د کرکټ بورډ له رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپتان محمد نبي سره د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ويديويي کنفرانس کې چې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د رياست الوزرا د دفتر لوى رياست مرستيال مولوي احمدالله متقي او د وياند مرستيال قاري يوسف احمدي هم حاضر و، د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس د کرکټ بورډ  مسوولينو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د روغتيا او برياليتوب هيله وکړه او د هغوى  د تېرو برياليتوبونو په مناسبت يي مبارکي وويله او هغه يي د اسلامي امارت او د ټولو افغانانو وياړ وباله.

هغه وويل: لوبه بريا او ماته لري  او زموږ د کرکټ اتلان بايد په راتلوونکي  د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره کار، زغم او قوي اراده ولري.

ډاکتر ملا عبدالواسيع زياته کړه: له تاسو څخه د شرعي حکمونو او اسلامي اصولو  د پرځاى کولو په ترڅ کې غواړو د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولرئ.

ډاکتر ملا عبدالواسيع وويل اوس چې تاسي په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په سیالیو کې لوبې کوئ هيله لرم چې له ټولو لوبغاړو سره ښه چلند، تعامل او زغم څخه کار واخلئ او خپلې سيالۍ د نړيوالو اصولو په رڼا کې ترسره کړئ، د اسلامي امارت مشران او زه په خپله ډاډ درکوم چې موږ ټول له تاسو همکار يو.

هغه زياته کړه: په پاى کې د کرکټ له نړيوالې شورا غواړم چې  له نړيوالو قوانينو څخه په استفادي سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  د لوبغاړو ټول حقوق په پام کې ونيسي  چې زموږ ټيم له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي.

د کرکټ بورډ رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ  ملي ټيم کپتان محمد نبي  د رياست الوزرا  د دفتر له لوى رييس څخه  د منني په ترڅ  کې وويل: ستاسو، د اسلامي امارت او د نورو مشرانو پاملرنه او د هېوادوالو تشويق لوبغاړو ته روحيه ورکوي او هغوى هڅوي چې په نړيوالو سياليو کې په لوړه روحيه لوبه وکړي.

هغوى د رياست د دفتر لوى رييس او د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې لوبغاړي به په سياليو کې په برياليتوب سره د افغانستان نوم  د لوړولو لپاره هڅې وکړي چې هېوادوالو ته زياتې خوښۍ راوړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *