خبرونه 15 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

چین له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د بشري وضعیت په خرابیدو باندې د یو اړخیز اجباري اقداماتو اغیزو ته په اشارې سره یو ځل بیا د سوریې له خاورې د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د سانا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژاو لي جيان په يوه وينا کې وويل: په سوريه کې د امريکا پرله پسې مداخلې په تېره بيا په سوريه کې پوځي مداخلې د دغه هېواد خلکو او اقتصاد ته ستر زيانونه اړولي دي. په میلیونونو خلک یې بې ځایه کړي دي.

هغه وویل: امریکا د سوریې پرضد سخت اقتصادی جبری اقدامات ترسره کړی دی او دغه اقدام ددغه هیواد خلک د ژوند له لومړنیو ضرورتونو څخه بې برخې کړی دی او د دغه هیواد د اقتصادی پراختیا او بیارغاونې خنډ ګرځیدلی دی.

لی‌جیان زیاته کړه: نن ورځ هم د امریکا پوځ د سوریې په تیلو، طبیعی ګازو او نورو زیرمو او د تیلو ساحو قبضه کري ده او دغه راز یې د دغه هیواد له اتیا فیصده زیات تیل لوټ کړی، د غنمو زیرمې یې سوځولې او ځینې یې غلا کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پر دې ټینګار وکړ چې واشنګټن باید په سوریه کې خپل شتون او غیر قانوني پوځي عملیات پای ته ورسوي، یو اړخیز اقدامات دې لغوه کړي، د نفتو او غلې دانې غلا بنده کړي او د سوریې د خلکو زېرمې دې بېرته دوی ته ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *