د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روسیې پر سفارت برید په کلکه غندلی دی.
د معمار وحدت د خبري اژانس له خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې دغه برید په کلکه غندلی او د روسیې له حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه وزارت وايي، زموږ امنیتي ادارو د برید په اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د امنیت لپاره به نور جدي اقدامات وکړي، څو دا ډول احتمالي ګواښونه د سفارت د کار خنډ نه شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت له روسیې سره نږدې اړیکې لري او موږ به اجازه ورنه کړو چې د دښمن دا ډول منفي اعمال د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.