افغانستان 15 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید غندلی دی

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ترهګریز برید غندلی دی.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې: د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیانیه کښې وویل، د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په کابل کښې د روسیې په سفارت حمله په سختو ټکو غندلې ده. او په دیپلوماتیکو ماموریتونو بریدونه د بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي.

دوجاریک وویل: “د ملګرو ملتونو سرمنشي په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د نن ورځې تروریستي برید په کلکه غندي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.”

د ویاند په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار کوي چې پر ملکي وګړو او ملکي ځایونو بریدونه، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو په ګډون، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي.

د يادونې وړ ده، چې دا چاودنه نن دوشنبې له غرمې مخکې په کابل کې د روسيې سفارت د قونسلګرۍ ریاست ودانۍ ته څېرمه شوې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، د دغه ترهګريز بريد په پايله کې د دغه ډيپلوماتيک ماموريت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د روسیې سفارت د افغانستان له امنیتي ادارو سره په نېږدې تماس کې دی، چې د چاودنې په اړه څېړنې کوي او د ډیپلوماټیک ماموریت امنیت ټینګ شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هیله څرګنده کړه چې د دغه برید تنظیموونکي او عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *