افغانستان 14 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان د مالیې وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدی ازموینه اخلي!

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت د کارکوونکو د عقیدې په اړه ازموینه کوي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس له خبر له مخې: د رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست د یوه مکتوب پر بنسټ چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د مالیې وزارت د داخلي تفتیش د عمومي ریاست له کارکوونکو، خدمتونو او د مالیې وزارت له کارکوونکو غوښتل شوي چې د “عقیدې” په ازموینه کې ګډون وکړي.

دا څرګنده نه ده چې په دې ازموینه کې به له کارکوونکو څخه کومې پوښتنې وشي.

د طالبانو په مالیې وزارت کې یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې د دغه مکتوب صداقت تایید کړی او ویلي یې دي چې اوس مهال د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د (د نظر د بدلون) تر سرلیک لاندې یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د سرچينې په وينا، دغه کمېټه له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د ماليې وزارت کارکوونکو ته عقاید تدریس کوي.

سرچينه وايي، چې د عقاید ازموينه روانه ده او تر اوسه د يو شمېر ادارو له کارکوونکو ازموينه اخيستل شوې ده.

دغې سرچینې خبري اژانسونو ته ویلي چې د طالبانو د مالیې وزارت چارواکي پلان لري چې د پخواني حکومت کارکوونکي د اسلامي عقایدو د نه پوهیدو په پلمه له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د طالبانو غړي وګماري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *