افغانستان 10 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د مقاومت جبهې ویاند: موږ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې له ۴۰۰۰ روزل شویو پوځیانو سره د طالبانو پر ضد جګړه کوو.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وايي، په تېر کال کې مقاومت زیات شوی او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په شپږو ولایتونو کې د ۴۰۰۰ روزل شویو جنګیالیو په شتون سره د طالبانو پر ضد جنګېږي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ نظري د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۸ مه له CNN خبري شبکې سره په خبرو کې وویل: هغه څه چې موږ ته روښانه دي دا دي چې د ښځو د حقونو، بشري حقونو، ډیموکراسۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو د دریځ له امله، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل ممکن نه دی. “یا موږ باید هیواد د طالبانو له منګولو خلاص کړو او یا یې اړ کړو چې د سولې بهیر بدل او ومني.”

نظري زیاته کړه چې دوی له بېلابېلو هېوادونو غوښتي چې د مقاومت له جبهې سره مرسته وکړي. خو د تاجکستان په څېر هېوادونو له سیاسي او اخلاقي ملاتړ پرته نورو هېوادونو د افغانستان مسلې ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

نظري همدارنګه زیاته کړه: “تېر ژمي کې موږ د افغانستان په شمال کې په شپږو ولایتونو: پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بدخشان، تخار او پروان کې پوځي حضور درلود.”

د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول په دوام کښې زیاته کړه: مونږ توانیدلی یو چې خپل تلفات ډیر کم وساتو. ځکه چې موږ لوړوالی لرو. هغه طالب جنګیالي چې د افغانستان له جنوبي سیمو، له کندهار او هلمند څخه راغلي، په غرونو کې د جګړې لپاره نه دي روزل شوي.»

نظري زیاته کړه، طالبان له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د انصارالله جماعت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، پاکستاني طالبان او القاعده په څېر ډلې اوس په افغانستان کې حضور لري.

نظري همداراز له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه ویلي، چې طالبانو افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل کړی دی. د بېلګې په توګه، طالبانو اوس مهال د انصارالله جماعت ترهګره ډله چې له تاجک اتباعو څخه جوړه ده، د امریکا په وسلو سمباله کړې او د تاجکستان پولو ته یې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول زیاته کړه: د افغانستان د راتلونکي لپاره زموږ لیدلوری یو دیموکراتیک او غیر متمرکز جمهوریت دی چې هر وګړی به له نژاد، مذهب او جنسیت پرته مساوي حقوق ولري.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د مخالفانو هغه اتحاد دی چې د کابل له سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ جوړ شو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *