افغانستان 09 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په بدخشان کې د ښځینه ډاکټرانو اعتصاب د طالبانو د امر بالمعروف د استازو سخت چلند له امله

د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد د ولايتي روغتون يو شمېر کارکوونکو او ښځينه ډاکټرانو د امر بالمعروف د مسوولينو د سخت چلند له امله اعتصاب وکړ.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ او د بدخشان د ولايتي روغتون ډاکترانو ويلي دي چې له څه مودې راپديخوا ددغه ولايت مسوولين دهغوى دحجاب له امله فشار راوړي چې غوښتل شوي حجاب واغوندي.

دوی ویلي، چې په ځینو قضیو کې د امر بالمعروف ادارې ښځینه کارکوونکو او ډاکټرانو ته له دندو د ګوښه کولو ګواښونه کړي دي.

د دوی په وینا، د طالبانو استازي وايي چې ښځینه کارکوونکې او ډاکټرانې باید په بشپړه توګه پټې وي او یا هم چادري اغوستې وي.

خو؛ ډاکټران او ښځينه کارکوونکې وايي چې د اسلامي حجاب په احکامو پوهيږي او د امر بالمعروف چارواکو غير ضروري سختي نه شي منلی.

دغو ډاکټرانو خبرداری ورکړی، چې که د امر بالمعروف چارواکو فشارونه همداسې دوام وکړي، دوی به د یوې ډلې په توګه کار ودروي.

بالاخره د بدخشان د روغتون د ښځینه کارکوونکو اعتصاب د دغه ولایت د والي په منځګړیتوب پای ته ورسېد.

د بدخشان والي له ښځينه کارکوونکو سره ژمنه کړې چې د روغتيايي کارکوونکو د پوښښ د څرنګوالي په اړه به له امر بالمعروف مسوولينو سره خبرې وکړي او په دې برخه کې دې لاسوهنه او سخته چلند ونه کري.

دا په داسې حال کې ده، چې تل پر خلکو د شرعي او اسلامي احکامو د پلي کولو په برخه کې د دولت د امر بالمعروف وزارت د چارواکو د بې غورۍ په اړه انتقادونه کېږي. خو دغه وزارت دغو نیوکو ته څرګند ځواب نه دی ورکړی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *