خبرونه 08 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مقتدا صدر د سیاست نړۍ ته الوداع وویل

صدر د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د «سید شهید» انسټیټیوټ او د هغې د معاونینو ټول دفترونه یې تړلي او له ټولو سیاسي فعالیتونو څخه یې لاس اخیستی دی.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د صدر غورځنګ مشر مقتدي صدر اعلان وکړ چې له ټولو سیاسي فعالیتونو یې لاس اخیستی دی.

الصدر د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د «سید شهید» انسټیټیوټ او د هغې د معاونینو ټول دفترونه یې تړلي او له ټولو سیاسي فعالیتونو څخه یې لاس اخیستی دی.

په دغه بیانیه کې هغه ټینګار کړی چې له دې وروسته به په پارلمان کې کومه ډله او یا په حکومت کې دننه او یا بهر کوم چارواکی خپل استازی ونه ګڼي.

د صدر غورځنګ مشر زیاته کړه هر هغه څوک چې د دغو غوښتنو خلاف څرګندونې وکړي له شرعي او قانوني سزا سره به مخ شي.

د دغه رپوټ له مخې د صدر غورځنګ ډله چې د «الاحرار» ډلې په نامه مشهوره ده، د عراق د پارلمان له ۳۲۵ څوکیو څخه ۴۰ څوکۍ لري او مقتدا صدر هم د عراق په مرکزي او جنوبي برخو کې ډېر محبوبیت لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *