افغانستان 08 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

عبدالرحمن راشد د مهاجرینو د چارو د معین په توګه خپله دنده پیل کړه

د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت پخوانی رئیس مولوي عبدالرحمن راشد په رسمي ډول د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معین په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

memaarpress.com

د معمار وحدت د ولایت خبري اژانس د راپور له مخې، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پرون مازدیګر (د اسد ۶ مه) د دغه وزارت کارکوونکو ته مولوي عبدالرحمن راشد د دغه وزارت د مرستیال په توګه معرفي کړ.

ښاغلي حقاني وویل: له تېرو څلورو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو وروسته یو زیات شمېر افغانان کډوال شوي او موږ د هغوی د ستونزو د مدیریت او هواري مسوولیت لرو.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وایي، افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې په کډوالۍ کې شپې او ورځې تېروي او له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، موږ په هېواد کې دننه د مهاجرینو د ستونزو د حل او له بهر څخه د مهاجرینو د راستنیدو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن یو.

ښاغلي راشد په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په امن افغانستان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *