د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دوشنبې په ورځ (د سنبلې ۷، د اګست ۲۹) د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان وضعیت وڅیړي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دا غونډه د روسیې په غوښتنه جوړیږي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي مداخلې پر اقتصادي او بشري وضعیت او نورو پایلو خبرې کیږي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي مارتین ګریفیتس هم توضیحات ورکړي.
په پام کې ده چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د شورا غړي په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه به اندیښنه څرګنده کړي.
همدارنګه، ځینې غړي ممکن له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په دې هیواد کې د بشري اړتیاوو د ځوابولو لپاره نورې مرستې چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت په اړه خبرداری ورکړی و، په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې او ویلي یې وو چې له دغه بحران سره د مقابلې لپاره لږ تر لږه ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا ده.