افغانستان 06 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: حکومت د «سیاسي مخالفینو» د راګرځولو لپاره له ټولو لارو کار اخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دغې ډلې حکومت د «سیاسي مخالفینو» د راګرځولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملي خبرو اترو د پیل په اړه د هند د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې د دې ډلې حکومت د «سیاسي مخالفینو» د راګرځولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.

د طالبانو ویاند په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه، د دې ډلې حکومت مکلفیت لري چې په افغانستان کې عمومي امنیت تامین کړي او “افغانستان باید داسې ځای نه وي چې کوم هیواد د هغه څخه د ګواښ او خطر احساس وکړي.”

په همدې حال کې د هند د دفاع وزیر د شانګهای په غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت او د دغې ډلې له مخالفانو وغوښتل چې د یوه ټول شموله او مشهور سیاسي جوړښت د رامنځته کولو لپاره دې مذاکرې او ملي پخلاینې ته لاره هواره کړي.

د هند د دفاع وزیر زیاته کړه چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو په امن پټنځای بدله نه شي او پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره د ترهګرو روزل نه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *