افغانستان 03 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په مزارشريف ښار کې چاودنه؛ شپږ تنه ټپيان شول

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ښار کې د يوې چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس نجيب الله توانا وايي، چې د پېښې له ځايه شپږ ټپيان د بلخ روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلی توانا د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه بولي خو وايي چې یو تن ټپي خپله پښه له لاسه ورکړې ده.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې چاودنه نن (چهارشنبه د سنبلې دويمه) شاوخوا يوولس بجې د بلخ د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بلخ دروازې په سيمه کې شوې ده.

خو دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي چې په دې پيښه کې يو تن چې دغه چاوديدونکي توکي يې ليږدول ټپي شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *