افغانستان 03 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون: طالبان په افغانستان کې د هزاره وګړو د وژلو مسوول دي

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون د لسګونو افغان هزاره وګړو د وژنې پړه پر طالبانو اچولې ده. دغه کمیسیون زیاتوي چې دغه ډله د داعش د خراسان څانګې له بریدونو څخه د افغانستان د هزاره ګانو په ساتنه کې پاتې راغلې.

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کمیسیون پرون (سه شنبه، اګست ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره مذهبي ازادي خورا کمه شوې او یو شمېر مذهبي اقلیتونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

د دغه کمیسیون په راپور کې راغلي چې که څه هم طالبانو د ټولو توکمیزو او مذهبي ډلو د ساتنې ژمنه کړې؛ خو، د دې ډلې د واک ته رسیدو راهیسې “په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرایط” “سخت خراب شوي” دي.

کمیسیون ویلي دي چې ځینې مذهبي اقلیتونه د غچ اخیستنې له ویرې د خپلو عقایدو د پټولو هڅه کوي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ د کمیسیون په وینا، طالبان د سني اسلام په اړه د خپل محدود تعبیر په لګولو سره، مذهبي ازادۍ او ټولو افغانانو ته چې دا تعبیر نه مني، جدي ګواښ دی.

د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ کمیسیون زیاته کړه: “د طالبانو لخوا د مذهبي تفسیر تاوتریخوالی د لږکیو، ښځو، د نرانو ټولنې غړو او د هغو افغانانو مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې کوي چې د اسلام مختلف تعبیرونه لري.”

د امريکا د مذهبي ازادۍ کميسيون د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ د پرله پسې سيستماتيک سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد په توګه وټاکي.

د دغه رپوټ له مخې طالبان په افغانستان کې د «عیسوي ټولنې موجودیت» ردوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *