افغانستان 02 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو په پنجشیر کې په سلګونو ملکي وګړي بندیان کړي او یا یې په جبري مهاجرت محکوم کړي دي

په پنجشېر کې د طالبانو له خپلسري نيولو وروسته په دغه ولايت کې سيمه ييزې سرچينې د اتو طالب جنګياليو له وژل کېدو وروسته د طالبانو له خوا د سلګونو ولسي وګړو د نيولو او په زوره د بې ځايه کېدو خبر ورکوي.

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغو سرچينو له مخې، د طالبانو د مشر له خوا د پنجشير ولايت لپاره د نويو پوځي مقاماتو له ټاکلو وروسته په سلګونو تنه طالب جنګيالي د مقاومت د جبهې د يوه قوماندان ملک د نيولو په مقصد د دره ولسوالۍ د عبدالله خيلو کلي ته ننوتلي دي.

يادې سرچينې دا هم زياته کړې، کله چې طالبان د دغه قوماندان په نيولو کې پاتې راغلل، نو د ملکي وګړو په نيولو يې پيل وکړ.

که څه هم طالبانو تل په پنجشیر او اندراب کې جګړه رد کړې ده خو په دې وروستیو کې ملا هبت الله د مقاومت د چریکي فعالیتونو د دغو دوو سیمو لپاره ځانګړی جنګي قومندان ټاکلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *