خبرونه 02 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اوکراین له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰۰ اعلان کري دي.

د اوکراین د پوځ قوماندان له روسیې سره په جګړه کې د دغه هېواد د پوځیانو د تلفاتو نژدې شمېر اعلان کړ.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د فرانس 24 په وینا؛ د اوکرایین د پوځ قوماندان جنرال والیري زالوجیني د پخوانیو پوځیانو په حضور کې په یوه مراسمو کې وویل: ډېر اوکرایني ماشومان پاملرنې ته اړتیا لري ځکه چې “پلار یې جګړې ته تللي او ممکن یو له هغو شاوخوا ۹۰۰۰ اتلانو څخه وي چې وژل شوي دي.”

داسې ښکاري چې اوکراین د خپلو جګړو د تلفاتو په اړه د چپ پاتې کیدو تاکتیک پریښود او یو شمیر تلفات یې اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې په منظمه توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.

بل لور ته هم روسیې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي احصایې نه دي ورکړي او اوکراین ادعا کوي چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې په جګړه کې نژدې ۳۰ زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *