افغانستان 01 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملابرادر: د نړیوالې ټولنې مالي مرستې باید ټولو خصوصي بانکونو ته واستول شي

د عبدالغني برادر دفتر (اقتصادي کمیسیون) د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د مرستندویه ادارو سره تفاهم ته ورسیږي ترڅو د نړیوالې ټولنې مرستې (شاید نغدي) ټولو خصوصي بانکونو ته ولیږدول شي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه دفتر تېره شپه (د اسد په ٣٠مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اقتصادي کمېسيون په يوه غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت مکلف شوى، چې له مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو سره دې تفاهم ته ورسېږي، چې مرستې دې د یوه بانک پر ځای ټولو خصوصي بانکونو ته واستول شي تر څو عدالت تامین شي.

په دې غونډه کې وویل شول چې د تعرفو او د دولتي کارکوونکو د معاشونو په تطبیق کې به د خصوصي بانکونو ونډه هم زیاته شي.

دا غونډه په هېواد کې د خصوصي بانکونو د وضعیت د ښه والي په موخه جوړه شوې وه.

اعلامیې همداراز له سترې محکمې غوښتي چې د دولتي او خصوصي بانکونو د پورونو اړوند دوسیو د څېړلو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د اسلامي بانکدارۍ د اسنادو تر بشپړیدو پورې باید دولتي او خصوصي بانکونه د مرکزي بانک د شرعي بورډ له اجازې وروسته د پورونو د ورکړې بهیر پرمخ بوځي.

اقتصادي کمیسیون ټینګار کړی چې مرکزي بانک باید د مالیې وزارت په مرسته خصوصي بانکونو ته پیسې ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *