ایران له طالبانو غوښتي چې د دغه هېواد له پوله ساتو ځواکونو سره د سرحدي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په یوه خبري غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي جګړو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، اړتیا ده چې دا مسایل په سوله ییزه توګه او له پوله ساتو ځواکونو او طالب ځواکونو سره د خبرو اترو له لارې حل شي.
ښاغلي وحیدي وویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په یوه کال کې موږ په ایران کې د طالبانو د سرحدي ساتونکو له خوا له پنځو څخه تر شپږو پورې د ډزو شاهدان وو.
نوموړي د دغو جګړو لامل د طالبانو د سرحدي ساتونکو د پوهاوي نشتوالی وباله او زياته يې کړه، چې هر ځل د سرحدي ساتونکو له لوري حل شوي دي. خو د هغه په وینا کابل ته جدي پام نه دي شوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د پولې د تړلو احتمال رد کړ او ویې ویل، دا موضوع په اجنډا کې نه ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي اعلان کړی و چې د طالبانو د دفاع وزارت له افغان پوله ساتو سره تماس نیولی او هغوی ته یې د جګړې د مخنیوي امر کړی او د داسې کړنو د تکرار د مخنیوي لپاره یې د یوې ګډې کمېټې جوړول د اجنډا په سر کې دي.