افغانستان 31 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ارنولډ پاول: د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل او د یوه ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې دي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ارنولد پاولز د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه ګڼلي دي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ افغانستان ته د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ارنولډ پاولز د شنبې په ورځ د اسد په ۲۹مه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دغې اتحادیې او نړیوالې ټولنې لپاره لومړۍ مساله ښوونځیو ته د نجونو د تګ لپاره ده.

پاولز زیاته کړه چې د ښځو لپاره د کار حق، بشري حقونه، د رسنیو ازادي، د ژوند حق ته درناوی او د غیر قانوني وژنو مخه نیول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له نورو غوښتنو څخه دي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ټینګار کړی، چې له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د منلو غوښتنه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښوونځیو دروازې د شپږم ټولګي لوړ د نجونو زده کوونکو پر مخ تړل شوې دي. یو کال وروسته هم طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *