خبرونه 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کندهار کې د طالبانو غونډه پیل شوه

(پنجشنبه، د اسد ۲۷) په کندهار ولایت کې د طالب چارواکو په شتون سره يوه غونډه پیل شوه.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د “ملي ټلویزیون” کارونکي اکاونټ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې خپرونې کوي، په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې غونډه کې د “دیني عالمانو، سیاستوالو او د خلکو له بېلابېلو برخو” شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی و.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخندزاده په ګډون طالب چارواکي ګډون کري وو.

طالب چارواکي وايي، د دې غونډې د جوړېدو موخه له دغې ډلې ملاتړ دی.

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې د درې ورځو لپاره غونډه وکړه. په دې غونډه کې تر ډېره د طالبانو پلویانو ګډون کړی و او د دغې ډلې له مشر سره یې خپل بیعت تازه کړ.

طالبان دا غونډې په داسې حال کې کوي، چې هېڅ هېواد دغه ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه ده پېژندلې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *