افغانستان 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

نبیل: د دې احتمال شته چې ملا حسن (د طالبانو لومړی وزیر) د ناروغۍ له امله استعفا وکړي او یا له دندې ګوښه شي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د ده د معلوماتو له مخې ښايي د طالبانو لومړی وزیر ملا محمد حسن د ناروغۍ او بوډاتوب له امله استعفا وکړي او یا هم له دندې ګوښه شي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ نبیل (د جمعې ماښام د اسد ۲۸مه) په خپل ټویټر ولیکل: د ملا حسن پر ځای د ملا برادر، ملا یعقوب او سراج الدین حقاني تر منځ سخته سیالي روانه ده، خو د عدلیې اوسنی مشر ملا حکیم حقاني د ملا حسن پر ځای د ملا هیبت الله انتخاب دی.»

نبیل د سرچینو په حواله ویلي چې سراج الدین حقاني هغه انتخاب دی چې انګلستان، پاکستان او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې امریکا او قطر د ملا حسن پر ځای د ملا برادر یا ملا یعقوب ملاتړ کوي.

د طالبانو د پخواني مشر زوی محمد یعقوب مجاهد اوس د دې ډلې د دفاع وزیر، سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر او ملا عبدالغني برادر د ملا حسن مرستیال دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *