افغانستان 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پخوانی پوځ لوی درستیز: د غني له تېښتې وروسته کرزي غوښتل چې ارګ ته ننوځي او واک طالبانو ته وسپاري

د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو وروستی لوی درستیز هیبت الله علیزی وايي، پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل، چې د اشرف غني له کابله له تېښتې وروسته کلا ته ننوځي او واک په لاس کې واخلي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ ښاغلي علیزي زیاته کړه چې د ښاغلي کرزي هدف دا و چې د واک تر اخیستو وروسته به په رسمي ډول طالبانو ته واک وسپاري او هغوی ته به مشروعیت ورکړي.

عليزي زياته کړه، چې ده د حامد کرزي له غوښتنې سره مخالفت وکړ او کلا ته يې د ننوتو مخه ونيوله.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې حامد کرزي ته د ننوتو مخه ونيوله، عليزي وويل چې تجربې ښيي چې هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال روښانه تګلاره نه درلوده او تاسو څنګه پوهېږئ چې په کابل کې پاتې ځواکونه يې طالبانو ته ژوندي نه دي تسليم کړي؟

د حامد کرزي دفتر لا دمخه د ښاغلي علیزي د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه کلا ته د ننوتو او واک نیولو اراده نه لري.

خو ښاغلی علیزی حامد کرزی په دروغو تورنوي او په دې باور دی چې درواغ ویل د افغان سیاستوالو لپاره یو کلتور ګرځېدلی دی.

د افغانستان د پوځ پخوانی لوی درستیز وايي، اشرف غني، د هغه د کابینې غړي او یو شمېر نور سیاستوال د افغانستان د سقوط لامل شول.

هغه زیاته کړه چې دوی له طالبانو سره پټې خبرې کړي او په دې کې شک نشته چې کابل دې ډلې ته سپارل شوی وي.

هیبت الله علیزي هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به دغه چارواکي اعتراف وکړي چې په دوبۍ، دوحه او بېلابېلو ځایونو کې یې د طالبانو لپاره کمپاینونه کړي او له هغوی سره یې پټې ناستې کړې دي.

دغه پخواني افغان پوځي چارواکي د اشرف غني ادعا چي له کابل څخه د هغه د تېښتې مخکې د پوځ د سقوط په اړه هم رد کړه او ویلي یې و چې د ولسمشر غني وتل په هېواد کې د نظام د نسکورېدو او د واک د خلا سبب شو.

هغه د طالبانو راتګ د فاسدو سیاستوالو په ځانګړې توګه د اشرف غني له خوا د شرم وړ او له شرمه ډکې معاملې پایله ګڼلې ده.

ښاغلي علیزي ویلي، که اشرف غني نه وای وتلی، امنیتي ځواکونو به په کابل کې د جګړې د دوام اجازه نه وه ورکړې.

د پوځ پخواني لوى درستيز افغانستان انټرنېشنل ته ويلي، چې ولسمشر غني او د ملي امنيت شورا يې په کارونو کې لاسوهنه کول.

هغه اشرف غني د افغانستان د سقوط لامل وباله او ویې ویل چې امنیت شورا حتی د یوې ولسوالۍ قومندان هم وټاکه.

ښاغلی علیزی چې په تېر حکومت کې یې په پولیسو، ملي امنیت او اردو کې کار کړی، وايي چې د کابل له سقوط وروسته یې پنجشیر ته د تګ پرېکړه کړې وه او له احمد مسعود سره یې همغږي درلوده، خو د کابل هوايي ډګر تر محاصرې لاندې و او هغه نشو کولی.

هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د پنجشیر له قومندانانو سره له هغو کسانو سره چې تر څنګ یې کار کاوه، خبرې کړې وې چې له دوی سره یوځای شي، خو دا ممکنه نه وه.

هغه چې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي، ټینګار وکړ چې له هېواده نه دی وتلی او یوه ورځ به بېرته افغانستان ته راشي.

ښاغلی علیزی وايي چې له ډېرو پخوانیو پوځیانو سره په تماس کې دی چې نورو هېوادونو ته تللي دي.

دغه پخواني افغان سرتيري د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت د جبهې د مبارزې په اړه وويل چې له افغانانو سره د طالبانو چلند د افغانستان ملي ګټو ته زيان رسوي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې اوسنۍ ستونزې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې هوارې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *