افغانستان 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له استازي سره په کتنه کې: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تلپاتې اړیکې ولري

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي له مرستیال سره په کتنه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره دایمي اړیکې ولري.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري آژانس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر “یوناما” له مرستیال مارکوس پوتزل او ورسره ملګري پلاوي سره کتلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې پوتزل د کابل په خيرخانې سيمه کې د وروستۍ چاودنې له امله خواشيني څرګنده کړه او د کورنيو چارو له وزير سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير په هېواد کې د بشري مرستو په برخه کې د يوناما د رول او هڅو ستاينه وکړه.

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تلپاتې اړیکې ولري او د بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو د حل لپاره باید د غلط فهمۍ پر ځای تفاهم وي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *