افغانستان 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

حنفي د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د ناامنۍ لپاره کار واخلي

د طالبانو د الوزرا رئیس اداري مرستیال وویل: هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو، سیمه او نړۍ د ناامنه کولو لپاره وکاروي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ طالبانو د الوزرا رئیس اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دا خبره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له جګپوړي سیاسي مرستیال ارنوټ پاولز سره په الوداعي لیدنه کې وکړه او زیاته یې کړه: موږ غواړو د خپلو خلکو د سوله ییز او خوندي ژوند لپاره اړین شرایط برابر کړو.

حنفي همداراز وویل: موږ له نړیوالې ټولنې هیله کوو چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا، کرنې، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې جګپوړي سیاسي چارواکي ارنوت پاولز چې له اوو کلونو وروسته او د خپل ماموریت په پای کې په دې غونډه کې ګډون کړی، په دغه هېواد کې د خپل ماموریت له تېرولو څخه خوښي څرګنده کړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *