افغانستان 27 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

امریکايي سناتور: له افغانستان څخه پر امریکا او متحدینو یې د برید احتمال شته

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند جګپوړی سناتور لیندسي ګراهام وايي، له افغانستان څخه پر امریکا او متحدینو د یو بل برید احتمال شته

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د جمهوري غوښتونکو ګوند جګپوړي سناتور لینډسي ګراهام د سه شنبې په ورځ (د اسد ۲۵) د اګسټ 16 وویل چې د امریکا او د هغې د متحدینو په خاوره کې د بل برید امکان شته چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي. هغه وویل چې له افغانستان څخه د جوبایډن د بیړني اقدام په نتیجه کې پر امریکا او متحدینو د یو بل احتمالي برید احتمال شته.

هغه زیاته کړه: “موږ هیڅ جګړه پای ته نه ده رسولې، او موږ نوې جګړه پیل کړې او مخکې له دې چې ترهګر له افغانستان څخه امریکا ته لاړ شي، یوازې وخت ته اړتیا ده او د هغې ممکنه لار د مکسیکو مات شوي سویلي پوله ده.”

هغه وويل: “دا مهال چې زه خبرې کوم، په افغانستان کې د القاعدې کمپونه راڅرګندېږي، تاريخ ځان تکراروي او د دې هر څه مخه نيول کېده.”

ګراهام زیاته کړه، چې د امریکا د پوځ د سالمې مشورې په مقابل کې بایډن له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه، له افغانستانه زموږ د وتلو شرایط وو، خو طالبانو دا شرطونه پوره نه کړل. دا د بایډن يوه سیاسي پریکړه وه.»

د امریکا د کانګریس دغه لوړپوړي غړي زیاته کړه چې طالبان، القاعده او داعش یو شی سره مشترک دي.

ګراهام زیاته کړه: “داعش د القاعدې پر ضد جنګیږي او القاعده له طالبانو سره په یو فکر کې دي. د دغو دریو ډلو تر منځ مشترک ټکې څه دی؟ هغوی افراطي اسلامپالان دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته ویلي وو چې امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

الظواهري شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل په شیرپور سېمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

سناتور ګراهام په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره وویل، موږ د هلکانو نوي نسل ته درس ورکوو چې د ښځو بې عزتي وکړي. هغوی (افغان ښځې) د سخت دریځو اسلامپالو له امله له لوږې مري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *